IQNA

د افغانستان په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۴۵۰۰کسانو څخه واوښت

17:00 - October 10, 2023
د خبر لمبر: 3488085
ایکنا-(هرات) د افغانستان په هرات ولایت کې په وروستۍ زلزلې کې د وروستیو راپورونو په اساس کابو ۴۵۰۰ کسان وژل شوي او کابو نهه زره نور ټپیان شوي دي چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي.

 ایکنا د  4 4پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت طبيعي پيښو ته د رسيدو په چارو کې د کورنیو چارو وزارت وياند ملا جانان سايق ووئیل،په هرات ولایت کې  په وروستۍ زلزلې کې د وروستیو راپورونو په اساس  کابو ۴۵۰۰ کسان وژل شوي او کابو نهه زره نور ټپیان شوي دي چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي. 

د ښاغلي سايق په خبره چې تر دي مهاله د يادي زلزلي له امله په(۲۰) کليو کې د اوسيدو (۲۰۰۰) کورونه ويجاړشوي دي.

ښاغلي سايق زياته کړې چې تر اوسه پورې (۳۵) ژغورونکې ډلې د يادې پيښې له قربانيانو سره په مرسته لګیا دي او د ژغورنې ډلې تر څنګ ماشينري ډلې هم د ويجاړ شويو کورونو څخه د خلکو په را ايستلو مصروفې دي.

د دولت وزارت وياند ملا جانان سايق له مرستندويه بنسټونو او د نړۍ له هيوادونه څخه غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې له زلزلي ځپلو سره عاجلې مرستي وکړي.

تر دې دمه د افغانستان اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د رسيدو په موخه (۱۰۰) ميليونه افغانۍ ځانګرې کړي چې په دې سربيره يو شمير خيريه بنسټونو او اشخاصوهم له زيانمن شويو کسانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

باید  وویل شي چې د افغانستان اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه کړې چې د زلزلې له امله ویجاړشوي کورنه بېرته په پاخه او اساسي ډول رغوي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139754

captcha