IQNA

د افغانستان د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو دوام(مقاله)

14:48 - October 21, 2023
د خبر لمبر: 3488143
ایکنا-(تهران) د افغانستان خلک تل د ایران د اسلامی جمهوریت د زحمتونو او مرستو قدردان دي .د ایران حکومت او ولس هیڅکله  د افغانستان خلک په مصیبنونو او پيښو کې یوازې نه دي پریښودلي او دا په داسې حال کې دي چې د بشری حقوقو د تش په نامه دفاع کونکي مدعیانو تل د افغانستان د خلکو مشکلات زیات کړي دي .

د  افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې او د تایباد،تربت جام او خواف ولسوالیو د ولسونو مرستې هماغه راز دوام لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې مشر د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره د انسان دوستۍ دمرستو د جوپې د لیږد او د نغدو مرستو ددوام خبر ورکړ.د سرې میاشتې د ټولنې د مشر وحید سلیمي په وینا،د طبیعي پیښو له ځپلو  سره او هم له کډوالو سره په تیره بیا له بې ګناه ماشومانو اوښځو سره په مرسته رسونې کې د خپلو انسان دوستۍ دندو په لړ کې  دانسان دوستۍ د مرستو د کمپیّن چلولو اقدام کړی دی.د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان له ولس سره  د انسان دوستۍ مرستو ددوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او دا ئې په ټول جدیّت سره  عملیاتي هم کړي دي.داپه داسې حال کې دي چې ایران د امریکا د ظالمانه بندیزنو ددوام په دلیل  له ډيرو سختو اقتصادي شرائطو سره هم لاس او ګریوان دی.په عین حال کې ئې هڅه کړې ده  څو اجازت ورنکړي، په افغانستان کې  زلزله ځپلی  خلک کومه تنهائي  احساس کړي.

د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه سید عیسی مزاري په دې باب وائي،د افغانستان خلک تل د ایران د اسلامی جمهوریت د زحمتونو او مرستو قدردان دي .د ایران حکومت او ولس هیڅکله  د افغانستان خلک په مصیبنونو او پيښو کې یوازې نه دي پریښودلي او دا په داسې حال کې دي چې د بشری حقوقو د تش په نامه دفاع کونکي مدعیانو تل د افغانستان د خلکو مشکلات زیات کړي دي .

د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلو ته د خمس له سهم امام څخه د یوې برخې له بیلولو سره د یوه ستر دیني مرجع آیت الله ناصرمکارم شیرازي موافقه، ښئ چې د ایران اسلامی جمهوریت په ټولو سویو کې د افغانستان په هرات کې له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې رسونې په کارونو بوخت دی.البته د خلکو د مشکلاتو او کنډوالو د پراخوالي په دلیل،د ایران د اسلامی جمهوریت مرستې چې په هره اندازه وي،بیا هم د زلزله ځپلو  ځواب  نه وائي،بلکې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان ولس په تیره بیا له اسلامی هیوادونو تمه لری،چې دخپلو مرستو په زیاتولو سره د زلزله ځپلو دکړاؤنو او مصیبتونو د زیاتیدا خنډ شي،په تیره بیا دا چې د هوا د یخیدا په درشل کې یوو او په هره اندازه چې د مرسته رسونې بهیر سست شي،نو په یخنئ کې به زلزله ځپلي لازیات تاوان او کړاؤنه وویني .

د سیاسی چارو یو بل کارپوه اوشناندی اسد الله بشیر هم په دې باب وائي،لویدیځي هیوادونه چې د بشری حقوقو ددفاع ادعا  لري،عمل  له زلزله ځپلو سره د مرستې په باب هیڅ اقدام نه کوي او یوازې د خپلو عمومي افکارو د جلبولو لپاره یوازې د انسان دوستۍ شعارونه ورکوي او دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان زلزله ځپلی خلک شعارونو ته اړتیا نه لري او واقعي نړیوالې  مرستو غوښته کوي.ځکه د افغانستان د خلکو د مشکلاتو د یوزیاتونکی عامل،په تیرو دوو لسیزو کې د امریکا او همتړونونو ورانونکي سیاستونه دي .

په هرحال،د افغانستان خلک په داسې حال کې په درستو چارو کې نړیوالو مرستو ډيره زیاته اړتیا لري چې ځینو طالب چارواکي ادعا کوي،چې افغانستان بهرنیو مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري.داپه داسې حال کې دي چې د جاپان په څيرهیواد هم له افغانستان سره لازیاتې مرستې  او له طالبانو سره ملګرتیا ددغې ډلې د حکمرانۍ له ډولوالي سره مشروطې کړي دي.دا په دې معنا ده چې د افغانستان خلک باید په افغانستان کې د طالبانود حکمرانئ د هغو پروګرامونو قرباني نشي چې حتی اسلامی عالمانو ورسره خپل مخالفت اعلان کړی دی.له دې امله دهغو لارو چارو او پروګرامونو غوره کول چې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل د زیاتیدا سبب کیږي،د افغانستنا له خلکو سره  دنړیوالو مرستو د و ړاندې کولو زمینه او له زیاته برابرولی شي.په عین حال کې د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو ټولو امکانانو په کارولو سره هڅه کوي څو تر یوه حده د افغانستان د خلکو مصیبتونه کم کړي او اجازت ورنکړي،د بهرنیو مرستو د نه رسیدا په دلیل  ددوي مرګ ژوبلې زیاتې شي.په دې مینځو میان کې طالبان هم د افغانستان د حکمرانانو په توګه،د نړیوالو مرستو د جلبولولپاره له ډير دراندۀ مسئولیّت  سره لاس او ګریوان دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140292

captcha