ایکنا نیوز د ولسمشرۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی نن ورځې د قطر له امیر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني سره په ټيلیفوني خبرو کې د فلسطین دمظلوم ملت څخه دملاتړ د عملي لارو چارو په باب مشورې و کړې.
د اسلامی ایران ولسمشر د د اوبو ،درملو ،خوراکي شیانو او د بریښنا دغوڅولو او د بشپړ کلابندۍ په اوج کېد فلسطینیو ښځو او ماشومانو په عامې وژلې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو بې مخینې زیاتیدا ته په اشارې سره ،د فلسین دمظلوم ولس په ملاتړ کې د اسلامی هیوادونو دیو موټي ،پریکنده او روښانه دریځ دغوره کولو په ضرورت ټينګار وکړ.
هغه همداراز له وحشي صهونیسټي رژيمه د امریکا په مشرۍ د ځینو لویدیځي هیوادونو ملاتړونه د دغو جنایتونو د کولو لپاره ددغو هیوادونو شنه اشاره وبلله او زیاته ئې کړه، د فلسطین ملت اوس له بل هر وخته زیات د نړیوالو جدي او اغیزشیندونکو ملاتړونو او په تیره بیا د اسلامی هیوادونو و حدت او یووالي ته ډیره اړتیا لري څو د نسل وژنې او جنایتونو په کولو کې د وحشي رژیم جنګي اقدامات ودرول شي.
دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې دغزې اوسنۍ پیښې د لویدیځي هیوادونو ددوه ګوڼو او رسوا شوو سیاستونو باندې ګواهي وبلله او وې وئيل ، دسیمې او اسلامی هیوادونه پخپل وحدت او یووالی سره د صهونیسټي رژيم جنګي جنایتونه درولی شي. دقطر امیر له ځانه ددفاع په حق او د خپل برخلیک په ټاکنې کې د فلسطین دملت د حقه حقوقو په ملاتړ کې دخپل هیواد پر دریځ په ټينګار سره ووئيل،صهیونیسټي رژيم ټول نړیوال قواعد او قوانین او انساني چوکاټونه ترپښو لاندې کړي دي او له هیڅ ډول جنایته ډډه نه کوي.