IQNA

د غزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر د دوه ګوڼو سیاستونو دوام (مقاله)

16:48 - November 02, 2023
د خبر لمبر: 3488211
ایکنا-(تهران) د فلسطین دغزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ددوه  ګوڼو  او منافقانه سیاستونو په دوام کې د ترکیې په جنوب کې په اینجرلیک  هوائي دګر کې د امریکا دسټراټژيکې جنګی  الوتکې دیره شوي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د امریکا د پوځ دهوائي ځواک  "B-1B لنسر"  نومې  دوې سټراټژيکې جنګي  الوتکې  په اینجرلیک  پوځي هوائي ډګر کې کيښناستې. د امریکا د پوځ د اعلامیې په اساس، دترکیې ایف 15 ډوله جنګی الوتکې  او د امریکا نوموړي بمبار الوتکې په سټارټ انجن سره  د سونګو د اخستونکو رودو په یوې ګډې مانورې کې  مشقونه وکړل.

په اوسنیو شرائطو کې ،په اینجرلیک هوائي ډګر کې د امریکا د"B-1B لنسر"  ماډرنو   ډوله  جنګی الوتکو په دیره کیدا د سیمې د ملتونو د حساسیّت اصلی دلیل ، د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله پوځیانو  دجنایتونو سختیدا ده . صهیونیسټي نیواکګران چې  داکتوبر  په اومه نیټه ئې په غزې تړانګې بې آمانه  حملې پيل کړي دي،په یوه جنایتکار اوغیر  انساني اقدام  کې ئې  دغزې په  المعمداني روغتون باندې په بمبارۍ سره  څه دپاسه زر  فلسطینیان چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیدې   شهیدان کړل. په دغو حملو کې تر وروستیو پورې  کابو اته زره پنځه سوه څلویښت فلسطنیان چې کابو شپیته فیصده ئې ماشومان دي ، شهیدان شوي دي .. د اسرائيلو ماشوم وژونکي رژيم دغه وحشی ډوله  اقدام   دنړۍ  د زیاتره هیوادونو ا واسلامی امت له خوا له پراخ محکومیّت سره مخ شوی دی ،خو امریکا او دهغې متحدان هماغه شان  داسرائيلو توکمپال رژيم هراړخیز ملاتړ ته دوام ورکړی دی .

 څرګنده ده چې د ترکیې په اینجرلیک پوځي هوائي ډګر کې د امریکائي سټراټژيکو جنګی الوتکو دیره کیدا ، له صهیونیسټي رژيمه د ملاتړ لپاره دامریکا یوه بله هڅه ده . داسې ښکاري چې  د انقرې حکومتي چارواکي  حتی په اینجرلیک هوائي ډګر کې د امریکائي  سټراټژیکو جنګي الوتکو له دیره کیدا سره  له اړونده خبرونو  خبر هم  نه وو،ځکه  دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  له یوه پلوه  دغزې د خلکو ملاتړ کوي او  له بل پلوه  ئې بله چاره نه درلوده  له دې پرته  چې  د امریکا او ناټو موسیسې  غوښتو ته غاړه کیږدي.

د انقرې د حکومتي چارواکو  دغه دوه ګوڼی سیاست  سبب شوی دی چې دترک مشرانو په یوه بام ددوو هواګانو په سیاست دسیمې د ملتونو شک،لازیات شي.د سورئې په ټاټوبی کې د داعش دشتون او دغه راز له اینجرلیک هوائي ډګره د امریکا  د استفادو  په بهیر کې ، د اردوغان  دحکومت ځینو لوړپوړو  چارواکو ، په ۱۹۹۴کال کې ادعا کوله چې په آدانا ولایت کې اینجرلیک هوائي ډګر، د ترکیې له حکومت او ولس سره  اړونده یو پوځي  ځاي دی ،خو په اینجرلیک کې د امریکا د سټراټژيکو جنګي الوتکو دیره کیدا  او هغه هم د انقرې د  حکومت د چارواکو له اطلاع او خبریدا پرته، یو ځل بیا دا حقیقت اثبات کړی دی چې دترکیې حکومت په دې زمینې کې هیڅ اختیار نه لري.

په عین  حال کې ، په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دشتون دپراختیا په وخت کې ، دانقرې چارواکو ادعا کوله ،په سورئې کې د ترکیې دغوښتو د شرط پوره کیدا، له اینجرلیک هوائي ډګره د  امریکا د استفادې د  اجازت ترلاسه کول دي .

په هماغه وخت کې چې د ترکیې له حکومت او ولس سره د اینجرلیک د هوائي ډګر  داړوندوالي موضوع  مطرح کیدله ، د ترکیې  او د مینځني ختیځ د سیاسی چارو یوې نامتو  کارپيژاندې او د ریډیکل ورځپاڼې مقاله لیکونکې میرمن ګونول تول ټينګار کړی ؤ چې د سورئې  په باب د امریکا له خوا دترکیې د غوښتو  دپوره کیدا په زمینې کې د موجوده  ادعاګانو په اپوټه، واشنګټن  د اینجرلیک هوائي ډګر څخه د استفادې د مجوز په اخستو کې  د ترکیې هیڅ یوه  غوښته  پوره کړې نه ده .

په تیرو څو ورځو کې ،د سپينې ماڼۍ چارواکي تل  د غزې او اسرائيلو ترمینځ د سولې  دپریکړه لیکونو د تصویبیدا  خنډ شوي شوي.په همدې دلیل په اینجرلیک هوائي ډګر کې د امریکا ددغو جنګی الوتکو دیره کیدا،د انقرې دحکومت د سیاستونو په باب یوه ښکاره خلاف ورزي  ګڼل کیږي. د رجب طیب اردوغان د حکومت  له دوه ګوڼو سیاستونو سره سره ، د ترکیې ولس تل دخپل هیواد په ټاټوبي کې  د اینجرلیک  دهوائي ډګر د فعالیّتونو له دوام سره  مخالفت کړی دی. له دې مخکې د اردوغان د حکومت چارواکو ،  دخپلواک ډوله سیاستونو په لړ کې  هحّ کوله چې  اینجرلیک هوائي ډګر ، دترکیې د یوه پوځي ډګر  په توګه معرفي کړي ،خو دا حقیقت مشخص  شوی دی چې اینجرلیک پوځي هوائي ډګر ، د امریکا او ناټو موسیسې په انحصار کې دی او یوازې په دې دلیل چې  دترکیې په خاورې کې واقع دی،د ترکیې چارواکي ئې وخت په وخت  له ترکیې سره د اینجرلیک  د پوځي هوائي ډګر  د اړوندوالي داثبات په زمینې کې  ځیني څرګندونې مطرح کوي.

اینجرلیک پوځي هوائي ډګر دترکیې په جنوب کې په آدانا ښار کې واقع دی  او د  ا مریکا او ناټو ډيرې زیاتې الوتکې پکې دیره دي . دغه مهم پوځي مرکز له سورئې سره د ترکیې  له پولو سره نزدې دی. په داسې شرائطو کې باید ووئیل شي ، چې په اینجرلیک هوائي ډګر کې د امریکا د سټراټژيکو  جنګي الوتکو دیره کیدا ،په داسې حال کې چې د ترکیې په آدانا ښار کې د امریکا دکنسولګرۍ او د اینجر لیک هوائي ډګر دنیولو په باب دترکیې  دښاریزو له ګواښ وروسته،د امریکا حکومت په دغه ښار کې تر نورو اطلاعاتو پورې  خپله کنسولګري تړلې ده.

په ټول کې باید ووئيل شي،چې له اسرائيلو سره په جنګ کې دغزې  له خلکو په ملاتړ او دغه راز د فلسطین له مظلوم ولسه د ملاتړ په باب دترکیې د ولسمشر دوه ګوڼو او غرضي سیاستونو دا حقیقت ثابت کړی دی چې انقره هماغه شان ځانونه د فلسطین د مظلوم ولس  ملاتړي معرفي کوي، په داسې حال کې چې تر پرَدې شا د مسلمانانو د دښمنانو له سیاستونو څخه په ملاتړ سره  ددښمن د ژرَندې په لور  اوبه  تویوي.

captcha