IQNA

د روغتیانړیواله اداره وائي؛د هرات ولایت زلزلو ۴۳زره کسانو ته تاوانونه رسولي دي

7:37 - November 11, 2023
د خبر لمبر: 3488252
ایکنا-(کابل) د  روغتیانړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د افغانستان  په هرات کې په تیرو میاشتو کې د زلزلو له امله ۴۳ زره ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول تاواني شوي چې په هغو کې ۲۳ فیصده ماشومان دي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، دروغتیا نړیالې ادارې د افغانستان په لودیځ کې د وروستیو زلزلو په باب پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،دمګړئ  په هرات ولایت کې یولک څوارلس زره  کسان د انسان دوستۍ مرستو ته ډیره  اړتیا لري.

 ددغه راپور په اساس،د متحده ایالاتو د مځکې پيژندنې ادارې  وئيلی دي ، د اکتوبر له اومې تر پنځلسمې نیټې پورې د شپږاعشاریه درې ریښتري زلزلې درې ځله  او بیا شلو وروسته ټکانونو  دهرات ولایت او شاوخوا سیمې سختې ولړزولې  چې دملګروملتو د راپور په اساس،ددغو زلزلو له امله یو اعشاریه شپږ میلیون  خلک اغیزمن شويدي  او  دمګړئ کابو یو لک څوارلس زره کسان د انسان دوستۍ فوري مرستو ته اړتیا لري.

سازمان بهداشت جهانی: 21 پزشک زن عازم مناطق زلزله زده هرات شدند - تسنیم نیوز

د ملګروملتو دراپور په اساس  د هرات ولایت  په زلزلې کې څه دپاسه درې زره درې سوه کورونه  په بشپړډول په کنډوالو بدل شوي دي  او تر ټولو زیات تاوانونه او مرګ ژوبلې هم په زنده جان ولسوالۍ کې رامینځةشوي دي.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي،پر دوو زرو قربانیانو او کابو درې زره زخمیانو سربیره، دغې طبيعي پیښې  دولس زره او سل  هغه کورنۍ چې ټول ټال کابو اوه شپيته زره کسان کیږي، په مستقیم ډول اغیزمن کړي دي او ۵۱۳کلو هم تاوانونه موندلي دي. ددغه راپور په دوام کې راغلي دي ،زیاتره خلک اوس هم په خیمو کې ژوند کوي او په دغو زلزلو کې ئې خپل هر څه له لاسه ورکړي دي او په دوامدارډول یخه هوا زغمي او  اوبو او روغتیائي مرستو او دغه راز خوړو او سرپناه  ته ډير ضرورت لري  چې باید  د ژمي په رارسیدا سره ددغو بې څوکه او  کړیدلو خلکو  سره درست هیواد وال او نړیوالې ټولنې بیړنۍ مرستې وکړي څو کړاؤنه ئې تر یوه حده کم شي.

سازمان جهانی بهداشت: بیشتر قربانیان زمین‌لرزه هرات زنان و کودکان‌اند |  افغانستان اینترنشنال

فوری | زمین‌لرزه شدید در هرات؛ این بار هم 6.3 ریشتر

زلزله دیگر در غرب افغانستان؛ صدها خانه ویران شدند

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/08/19/2986266 

captcha