یوه هغه مسئله چې په قرآن کې ورته ډير اهمیّت ورکړل شوی دی، دقرآن کریم د تلاؤت بحث دی. په ساده ژبه تلاؤت یعنی د قرآن لوستل په خاص نظم سره چې په آیتونو کې حاکم دی ،د آیتونو په اصلي معانې او مفاهمو کې له تفکر سره یوځاي،په دغه شان لوستلو کې موخه ،د انسان دهغو ارزښتونو او افکارو وده ده چچې په اساس ئې دانسان شصخیّت وده کوي.
دا موضوع دومره اهمیّت لري چې خداوندمتعال د پیغمبر اکرم دبعثت په لومړیو کې هغه فرمان ورکوي چط شپه پاڅي او د قرآن دآيتونو تلاؤت وکړي، ؛ يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ؛ یوقالي واچوه، دشپې یوه برخه !( چې د آرامښت لپاره ده، دعبادت لپاره) پورته شه ،نیمه ( ټول وخت) شپه (عبادت ته )مخصوصه کړه ] یا له نیمې څخه لږه کمه کړه ،یا (تریوه حده) پر نیمې ورزیاته کړه، او قرآن ولوله او روښانه ، په غور او دقت سره ئې ولوله.(د مزمل سوره له 1 تر 4 پورې آیتونه )
معموملا انسان هغه مهال چې ټاکل شوې وي ،له یوه محترم کس سره لیده کاته وکړي، نو ترټولو ښې جامې او خوشبوي څخه استفاده کوي ،څرګنده ده چې د قرآن کریم لوستل او تلاؤت کول په همدې سوئې سره دومره آداب او اهمیّت لري چې د قرآن په نسبت داسنان اداب بریښوي ، لکه ، وضو کول او طهارت اوپاک شونه او له تلاؤت مخکې دمسواک کول او داسې ځیني نور اداب.
انسان په دغو ادابو ترسره کولو سره له قرآن کریم څخه لازیاته ګټه پورته کوي.
له نورو هغو اصطلاحاتو سره د ترتیل د توپير وجه چې په دې زمینې کې شته دي ،د آیتونو دمحتوا په تفکر سره لوستل په قرآن د پوهیدا په خاطر دي. البته د قرآن لوستل او د هغه له نورانیّت څخه استفاده دانسان لپاره ډيره ښه ده ،خو لا غوره دا ده چې په دغه کتاب کې تفکر اوتدبّر وشي.
په همدې اساس، حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي ؛ ترتیل هغه دی چې د قرآن په تلاؤت کې هرکله د بهشت آیتونو ته ورسیدې ،نو له خداوندمتعال څخه بهشت او جنت وغواړئ اوهرکله دجهنم آیتونو ته ورسیږئ نو له خدای وندمتعال پناه وغواړئ.
د قرآن کریم دتلاؤت یوه فایده دا ده چې دقرآن په وسیله انسان روح آرامښت مومي. لکه څنګه چې قرآن خداي کلام دی او په زیاتره آيتونو کې خداي یادیږي او د انسان زړه او روح دخداي له یاده اغیزمن کییږي.لکه څنګه چې خداوندمتعال په قرآن کریم کې د رعد سورې په 28 آيت کې فرمائيلي دي ؛ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ؛ پوهه شئ چې یوازې د خداي یاد زړونو ته آرامښت بخښي:::