IQNA

د صهیونیسټ رژيم او امریکا چارواکي دې دجنګی جنایتکارانو په توګه محاکمه شي

6:41 - November 22, 2023
د خبر لمبر: 3488309
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا  یوه څرګنده بیلګه ده.

ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي  د بریکس ډلې  په وبینار سرمشریزې کې چې په بیړنۍ توګه ترسره شوې ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا  یو مثال وباله او وې وئيل، امریکا  درست نړیوال اورګانونه او  ادارې بې هویّته او بې خاصیّته کړي دي. ابراهیم ریسي  زیاته کړه ، ایران د بریکس ډلې له غړو او حکومتونو غواړي، په نړۍ کې دې دله توکمپالنې سره د مبارزې او دعدالت د ټينګیدا او د امنیت د ساتلو لپاره راپورته شي  او پر وحشي صهیونیسټي رژيم  او دهغو پر لویدیځي ملاتړو ددباؤ لپاره  دې  له خپل ټول توانه  استفاده وکړي.

په لویدیځي آ سیا سیمې کې د تاؤتریخوالو په سختیدا پسې بریکس ډلې پرون  د غزې د جنګ په چورلیزتوب سره  ځانګړي ناسته ترسره کړه ، دغه ناسته دبریکس ډلې د پړاویز مشر په توګه د جنوبی آفریقا په کوربتوب سره ترسره شوه .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په غزې کې  له نسل وژنې او  ماشوم وژنې څخه دامریکا او لویدیځ هراړخیز ملاتړونه له هرڅه لابدتر وبلل او ټينګار ئې وکړ،امریکا ،انګلستان ، جرمني او فرانسه  هره ورځ وحشي صهیونیسټي رژيم ته  ډول ډول بمونه او و سلې لیږي او  له اوربند سره مخالفت کوي ، امریکا حتی غزې ته د مرستې ټوله لارې هم تړلي او د ملګروملتو امنیت شورا ئې فلج کړې ده . ابراهیم ریسي دغه راز ووئیل ، د سولې او امنیت د رامینځةکولو او د اور بنند  لپاره د لازم پریکړه لیک  د صادرولو په باب دکارړنګونې دمخنیوي په اړه د خپل ماموریت په اجرا کې  دملګروملتو  د  امنیت شورا بې وسۍ ته په پام سره  لازمه ده ، د بریکس ډلې غړي هیوادونه  د د سولې  لپاره د اتحاد د لارو  چارو په چوکاټ کې د غزې د خلکو په ضد دجنایتونو د بندولو په موخې سره او د صهیونیسټي رژیم  په ضد دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د لازم االاجرا پریکړه لیک بنسټګر شي.

 دا سلامی ایران ولسمشر زیاته کړه ، پر روغتونونو، ددرملنې پر مرکزونو  او مذهبی ځایونو باندې  دوحشي صهیونیسټي رژيم دوامدارې حملې او د ښځو ماشومانو ،ډاکټرانو ، نرسانو او مرستندویو  او خبریالانو  وژلې ټول ترهه ګراقدامات دي اولازمه ده  دغه  جعلي رژيم  دترهه ګر رژيم او دهغو پوځ  دیوه ترهه ګر اورګان په  توګه وپيژندل شي. او  ایران په هیګ نړیوالې محکمې کې په غزې کې د  غاصب  اسرائيلو  دجنایت په اجرا کې د ځينو  هیوادونو داقدام ملاتړ کوي او اعتقاد لري چې  پر اسرائیلو سربیره امریکا هم باید په نړیوال  عدالت کې د بشریّت په ضد  په  جنایت او دماشوم وژنې په جرم  محاکمه شي. د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه ،دغزې دکلابندۍ  دختمولو او د غزې ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږد لپاره د امن اودایمي لارې درامینځةکولو لپاره دبریکس ډلې  ډله ایز اقدام  ضروري دی. او ایران په دې اند دی چې  هغه نهائي حل لاره به چې په لویدیځي آسیا او نړۍ  کې د  تل پاتې سولې اوثبات  سبب شي د ؛هر یوه فلسطینی یو  راي ؛ ډيموکراټيک  اصل په اساس دیوې ټول پوښتنې په ترسره کولو سره د یوه واحد فلسطیني  حکومت  جوړیدا ده ..

https://iqna.ir/fa/news/4183412/

captcha