IQNA

په روان میلادي کال کې په نړۍ کې ۹۴خبریالان وژل شوي دي

16:17 - December 17, 2023
د خبر لمبر: 3488434
ایکنا - د خبریالانو نړیوال فیډریشن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روان میلادي کال پر مهال په نړۍ کې تر دې مهاله ۹۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د خبريالانو نړيوال فدراسيون له‌خوا په یوه راپور کې ویل شوي چې سږکال د غزې په نښتو کې د خبريالانو د وژنې څه باندې ۷۲ سلنه پېښې ثبت شوي، چې له ۱۹۹۰ کال راهيسې په پوځي جګړو کې د وژل شويو خبريالانو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په راپور کې دا هم ویل شوي چې سږکال په آسیا کې ۷ خبریالان وژل شوي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، دامهال په ټوله نړۍ کې ٣٩٣ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د خپلو رسنيزو فعاليتونو له امله په بند کې دي.

له دې سره هم‌مهاله دایکندي کې د نسيم راډيو مدیر مسئول سلطان علي جوادي هم د سرپرست حکومت له لوري نیول شوی او دا مهال په بند کې دی.

د ډایکندي او د سترې محکمې چارواکو ویلي چې، علي جوادي د سرپرست حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی.

که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو فزیکي امنیت د پخوا په پرتله زیات شوی، خو یوشمېر خبریالان بیا وايي، اوس دوی د سانسور او د کاري امنیت نشتوالي په څېر نویو ستونزو سره مخ دي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i143274

captcha