ایکنا نیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، په ترکیې کې په مختلفو جوماتونو کې د پنجشنبې په شپې د ؛لیلة الرغایب ( د امیدونو شپه ) داحیاء دستورې ترسره شوي دي.
د اسلامی کلتور له نظره دغه شپه د هجري قمري کال هیندارې په اساس ،د رجب د میاشتې د جمعې لومړنۍ شپه ده. اعتقاد پر دې دی چې په دغې شپې کې ډيرې ارزوګانې او هیلې پوره کیږي.
د استانبول ښار په زرګونو مسلمانانوپه سلطان احمد، آیاصوفیه،ایوب سلطان ،سلیمانیه ، فاتح او د چاملیجا په لور جومات کې د قرآن کریم په تلاؤتونو، دعاګانو، دیني ذکرونواو مداحیو او نورو عبادتونو سره ددغې شپې د احیاء دستورې ترسره کړې.
په ترکیې کې لیلة الرغائب ، د ؛قندیل شپه ؛ هم بلل کیږی ،او هر کال درحب د میاشتې د لومړنۍ جمعې په شپه دغه جشن لمانځل کیږي.
په جوماتونو کې چراغان کول و د جوماتونو مینارو ترمینځ دفانوسونو ځوړندول په داسې شکل سره چې ددغې شپې د رارسیدا ښودنه کوي . د عثماني پړاؤ راهسې یو دودو دستور دی چې تر اوسه پورې هم نعقبیبږي.
https://iqna.ir/fa/news/4193469