IQNA

د ترکیې د آنتالیااسپور فټبال ټيم څخه اسرائيلي لوبغاړي وویستل شو

12:30 - January 16, 2024
د خبر لمبر: 3488576
ایکنا- دترکیې په فوټبال لیګ کې په لوبو بوخت  یو اسرائيلي لوبغاړی  له صهیونیسټ رژيمه د ملاتړ له اعلان وروسته له ټيمه وویستل شو.

ایکنا د آناتولی له قوله راپور راکړ د ترکیې د آنتالیا اسپور فټبال کلب  اعلان کړی دی، یو اسرائيلي لوبغاړی ساګیو جهزکل  ئې د ملی ارزښتونود اپوټه چلند په دلیل  د ټيم له ترکیبه لیرې کړی دی.

آنتالیا اسپور ټيم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې ساګیو جهزکل  له ترابزون اسپور  لوبډلې سره په لوبې کې په ۶۸دقیقې کې په ګول کولو سره  دخپل دست بند په ښودلو سره چې ورباندې له اسرائيلو څخه په ملاتړ کې یوه جمله لیکلې وه، ، د مونږ د هیواد د ملی ارزښتونو په اپوټه یو عمل کړی دی ، او په ځواب کې دټيم مدیره پلاوی فیصله  کړې ده چې هغه  په سیالیو کې  له شتونه حذف کړي.

آنتالیا اسپور فټبال کلب په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، ددغه کلب دریځ روښانه دی او  دغه کلب به د اتلوالۍ  موضوع ته له پامه پرته  هغه چلند چې د هیواد د حساسیتونو په خلاف وي ،هیڅکله ونه زغمي.

 دغه راز په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  په  سپورټي بریاؤ د ملی ارزښتونو د لومړیتوب لپاره  فیصله ،د هیواد اصولو ته داحترام او د وحدت او یووالی د ساتلو  د اهمیّت ښودنه کوي.

 د ترکیې  دعدلیې وزیر  یلماز تونج پخپل آنلاین یوه پُسټ کې  لیکلی دي،د آنتالیا عمومی څارنوالۍ دفتر  داسرائيلي فوټبالیسټ ساګیو جهزکل په ضد د نفرت عمومی لمسوَنې او په غزې کې د اسرائيلو د قتل عام په ګټه د هغه نفرت خورونکی جشن  په دلیل  قضائي څيړنې پیل کړي دي . له بل پلوه ویئل کیږي ، د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزارت دفتر  ددغه فوټبالیسټ په خوشی کولو پسې دی.

د اکتوبر له اومې نیټې راهسې د وحشي صهیونیسټي رژيم  پوځ د غزې تړانګې په خلاف هوائي او مځکنۍ بې آمانه بمبارۍ او حملې پيل کړي دي ، د فلسطین د روغتیائي چارود و وزارت د چارواکو په ینا د غزې د جنګ له پيل راهسې تر دې دمه درویشت زره نهه سوه اته شپيته فلسطینیان شهیدان شوي دي چې  زیاتره ئې ښځې او ماشومان  دي او څه دپاسه یو شپیته زره کسان ټپیان شوي  هم دي .

د ملګروملتو  د راپور په اساس، د غزې د آبادۍ ۸۵فیصدي برخه  دمګړئ  دخوړو،د څښاک د پاکو اوبو اودرملو له سخت کمښت سره لاس او ګریوان دي او  کډه په سر شوي دي  او دغزې کابو  ۶۰فیصدي بیخ بینائي تاسیسات هم یا په کنډوالو بدل شوي دي او یا ئې ډير تاوانونه لیدلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4193997

captcha