دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې ددغو قرآنونو چاپ او ویشل ئې د شیخ خالد بن سلطان بن محمد القاسمي د روح د ثواب او خوشالولو لپاره ترسره شوي او په جوماتونو،خلکو او د قرآن کریم د حفظ په مرکزونو او حکومتي اورګانونو او ادارو کې کې ویشل شوي دي.
د شارجې د اسلامی چارو د ادارې مشر عبدالله خلیفه یعروف السبوسي له دغې ادارط او دغه کار څخه د شارجې د حاکم او د عالی شورا د غړي شیخ ډاکټر سلطان بن محمد القاسمي د ډير ملاتړ او توجه، چې ترسره کیږی،قدرونه کوي او د قرآن کریم د چاپ او خپرونې ته اهتمام او توجه او هم د قرآنی علومو د پراختیا لپاره له نوي ټيکنالوجیو څخه استفاده د ستاینې او قدرونې وړ چاره ده .
هغه ووئيل، هغه قرآنونه چې ویشل شوي دي، په عثمان طه خط سره او له عاصم څخه حفص په روایت سره دي او له هغو سره اړونده چارې ، د قرآني علومو او قرائت د متخصصو عالمانو د یوې ډلې پشمول ددغې عمومی ادارې د قرآنی چارو د کمیټې تر نظر لاندې ترسره شوي دي.