IQNA

اسلامی امت او نړۍدې دغزې تړانګې په ضد دصهیونیسټي نوجنایتونو ددورولو لپاره لاس په کار شي

6:48 - April 10, 2024
د خبر لمبر: 3489030
ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او وژلو د بهیر د درولو لپاره دې  د اسلامی  امت او هیوادونو اغیزشیندونکي هڅې او ملګرتیاوې  اړینې دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی د عراق  ولسمشر عبداللطیف رشید  سره په ټيلیفوني تماس کې  هغه ته  او د عراق درست ولس ته د نیکمرغه  اختر د مبارکۍ په وئيلو سره  د ایران ، عراق او اسلامی نړۍ  او د ټولو نړیوالو پتمنو  اوسنۍ ترټولو مهمه  مشترکه مسئله  د غزې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  د بې مخنیې  جنایتونو او ظلمونو له ماله ژور  غم  او له ټولو  ظرفیّتونو څخه  په استفادې سره د ددغه مظلوم، مقاومت کونکي او مقتدر  ملت د   عامې وژلې  او نسل وژنې  د دریدا لپاره  د هڅې په لړ کې د نړۍ د درستو مسلمانانو او پتمنو پر دروند انساني او شرعي  مسئولیّت ټينګار وکړ.

 د ایران ولسمشر د غزې د غمیزو په باب د  اسلامی ملګرتیا موسیسې او عربی اتحادئې د مشترکې ناستې  کابو شپږو میاشتو تیریدا ته په اشارې سره  د درستو نړیوالو  اورګانونو  او ټولنو په تیره بیا دملګروملتو او امنیت شورا  په ناکارندوالي په ناامیدۍ څرګندولو سره په غزې او فلسطین کې د وحشی صهیونیسټي رژيم  د وژلو او  جنایتونو د بهیر ددرولو لپاره د اسلامی امت او هیوادونو پر ملګرتیا ا و اغیزشیندونکو هڅو ټينګانر وکړ.

ابراهیم ریئسي  همداراز  د ایران او عراق دخپل مینځیو  اړیکو پیاوړتیا او ژورتیا چې پر اخ کلتوري  مشترکات او ژورې تاریخي  ریښې لري،  ضروري وبلله  او هیله ئې وښودله  چې  په روان  کال کې  ددواړو هیوادونو  داړیکو سویه   د بدغواړو له لاسوهنو لیرې  لازیاتې لوړې   شي او دواړه ملتونه  له دغو ګټو  څخه  لازیات برخمن شي.

د  عراق ولسمشر عبداللطیف رشید هم د نیکمرغه کوچني اختر په رارسیدا سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود، ولمسشر  او  دایران حکومت او ملت ته  د مبارکۍ په وئيلو سره  ددواړو  هیوادونو اړیکې مخ په پیاوړتیا او ژورتیا  وبللې او وې وئيل،  دعراق حکومت هم  باؤري دی دواړه هیوادونه   دبدغواړو  له دسیسو لیرې  ددواړو هیوادنو ددوستانه اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4209724

captcha