د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیرې میرمن شیرین مزاری نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ،سعودی عربستان د ښځو اوماشومانو پشمول په بې دفاع یمن والو په یرغلونو سره د بشری حقوقو خلاف ورزۍ کړی او باید د دغو خلاف ورزیو ځواب ووائی.
هغې په یمن کې د زده کونکو په یوه بس د سعودی ائیتلاف د جنګی الوتکو رووستۍ حملې کې د لسګونو ماشومانو وژله یوه دردونکی پیښه بللې او وئیلی ئې دی، سعودی عربستان باید په یمن کې خپلې حملې پای ته ورسوی.
د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیرې له اسلامی هیوادونو هم و غوښتل خپل مشکلات او اختلافات دې د امریکا اولویدیځ له لارې نه ،بلکې داسلامی ملګرتیاموسسې په چوکاټ کې حل کړی او په اسلامی ټاټوبو کې دې له وینو بهولو اووژلو ډډه وکړی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76357