iqna

IQNA

بچوې
پاکستان
ایکنا -د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان د لاهور په جی سی لاهور پوهنتو کې د استاذانو او محصیلیونو په تول کې پخپلې وینا کې ووئيل، هیڅ شک نشته هغه نفرت چې اوس په په اسلامی نړۍ بلکې د بشریّت په نړۍ کې د صیونیسټانو او امریکایانو په باب رامینځةشوی دی ، له صهیونیسټ رژيمه د پتمنو ملتونو دغچ اخستنې او ددغه ماشوم وژونکي جنایتکار رژيم د له مینځه تلو سبب به شي .
د خبر لمبر: 3489100    خپرونې تاریخ : 2024/04/24

ایکنانیوز – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ددغه هیواد  د حکومتي لوری، ولس  او سیاستوالانو  او دیني اوسیاسی مشرانو له تاوده هرکلی سره مخ شوی،چې د امریکا دخارجه وزارت غبرګون ئې هم راپارولی دی.
د خبر لمبر: 3489095    خپرونې تاریخ : 2024/04/23

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر  سره په ګډ خبری کنفرانس کې  له منظمو جرمنو او ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په  زمینې کې  داسلام اباد او تهران د امنیتی ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3489087    خپرونې تاریخ : 2024/04/22

ایکنا -  کابو له  دوو واونیو راهسې د پاکستان سیاسی او رسندوئي ټولنو اسلام اباد ته د  ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د سفر په باب په شننو سره  دا دددواړو خواؤ په اړیکو کې د بدلانه پیچومی  ارزولی دی. په تیره بیا دا چې د سفر چورلیزتوب  د اقتصادي  او تجارتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او د  دوواړخیزو  خبرواترو او سیمه ایزو مشورو  دوام دی.
د خبر لمبر: 3489086    خپرونې تاریخ : 2024/04/22

ایکنا – د حج او عمرې د کاروانونو روحانی  له زیارت او حج څخه مخکې د حلالیّت د غوښتنې پر اهمیّت په ټينګار سره  ووئيل، د حلالیّت او بخښنې غوښتل  د مقبول حج او عمرې  زمینه برابروي . هغه انسانان چې لوړ روح لری، له دې چې  روح ئې په ګرد وغبار اودوړو کې ډوب وي ،اذیّت  کیږي،نو ځکه کله حلالیّت وغواړي، نو دوي ته  لا زیات معنوي تاندوالی په لاس ورځي  او دا لیاقت  پيدا کوي، چې  دپیغمبر اکرم(ص) او د بقیَع د آیمه معصومین علیهم السلام محضر کې حاضریږی.
د خبر لمبر: 3489084    خپرونې تاریخ : 2024/04/22

ایکنا - د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر آصف زرداری او له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیده کاته وکړي او  د له دغه هیواد سره به یو شمیر موافقې او د یاددښت تفاهمونه هم لاسلیک شي.
د خبر لمبر: 3489081    خپرونې تاریخ : 2024/04/21

ایکنا – د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  په مینځني ختیځ کې د تاؤتریخوالي پر ختمیدا په ټينګار سره  ووئيل، په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې په حملې کې د اسرائيلي نیواکګر رژي م بې پروائي د حالاتو د ترینګلتیا سبب شوې ده.
د خبر لمبر: 3489074    خپرونې تاریخ : 2024/04/20

ایکنا - د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال له سټمبر میاشت  راهیسې له پاکستان ه  کابو دوه لکه شل زره  افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې کابو نیمايي یې ماشومان دي.
د خبر لمبر: 3489070    خپرونې تاریخ : 2024/04/19

ایکنا - دعربستان خارجه وزیر  فیصل بن فرحان په اسلام اباد کې له خپل  پاکستان ي همڅنګ سره په ګډ  خبری کنفرانس کې ووئیل،د غزې وضعیّت  د نړیوال  حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.
د خبر لمبر: 3489059    خپرونې تاریخ : 2024/04/17

ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل  د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ  دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم  حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا  تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران  کوټلی اقدام  یو دفاعي او مناسب  ځواب ؤ.
د خبر لمبر: 3489058    خپرونې تاریخ : 2024/04/16

ایکنا – په اسلام اباد کې  د پاکستان او عربستان  د لوړپوړو چارواکو په شتون سره د نبوي سیرت میوزیم د جوړیدا دستورې پیل شوې
د خبر لمبر: 3489050    خپرونې تاریخ : 2024/04/15

ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې د قدس د نړیوالې ورځې د درنښت په سمینار کې ویناوالو  د اسلامی انسجام  لپاره د حضرت امام خمینی  دلیدتوګو د پیروئ په اهمیّت په ټينګار سره ووئيل، دقدس نړیواله ورځ د اسرائيلو  له ناروا رژيم سره  په مخالفت او د فلسطین  له آئيډیا په دفاع کې د نړۍ د مسلمانانو د  مورچې ا و دریځ  د پياوتیا سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3488997    خپرونې تاریخ : 2024/04/04

اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر رضا امیري م قدم  پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې  په دغه هیواد کې  وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د  جوړولو په باب  ورته مبارکي ووئیله .
د خبر لمبر: 3488989    خپرونې تاریخ : 2024/04/03

ایکنا- د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په ولسی جرګې کې پارلیماني مشر انجنئيرحمید حسین پر حکومت غږ وکړ،د یوم القدس ولولناکې ورځې لمانځل او لاریون دې په رسمي توګه اعلان شي.
د خبر لمبر: 3488983    خپرونې تاریخ : 2024/04/02

ایکنا- د پاکستان د بلوچستان صوبې د مذهبي، سیاسي او فکري مشرانو یوې ډلې د صهیونیسټي نسل وژنې د جنایتونو په وړاندې له فلسطین سره د مرستې لپاره د اسلامي وحدت د ټینګولو په ضرورت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488907    خپرونې تاریخ : 2024/03/19

ایکنا- سږکال د روژې مبارکه میاشت،د نړۍ د مسلمانانو په وسیله په عبادتونو، خیرات، روژه ساتنې او په ډله ایزو روژماتو ورکولو سره په ډير پرتم او ولولې سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488897    خپرونې تاریخ : 2024/03/17

ایکنا- د ؛محفل ؛د ټيلیویژني پروګرام په دوهمه شپه ، د پاکستان یوه تکړه قاري او د ایران د نړیوال قاري حامد شاکرنژاد د فتح  مبارکې سورې د څو ایتونو په زړه پورې اندازه کې سره ګډ تلاؤت وکړ چې ډير انعکاس ئې درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3488886    خپرونې تاریخ : 2024/03/16

ایکنا- د ښځې له نړیوالې ورځې  سره په یووخت د پاکستان په ملتان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې اوکلتوري اتاشي په همت سره،د غزې دمیرمنو د مقاومت قدرونې اوستاینې  په عنوان سره یو سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488861    خپرونې تاریخ : 2024/03/11

ایکنا- په پاکستان کې خبری سرچینې وائي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د غربت کچه زیاته شوې، چې له کبله یې نه یوازې ځايي ولس اغېزمن شوی، بلکې پر افغان کډوالو یې هم اغېز دوه چنده زیات شوی دی.
د خبر لمبر: 3488856    خپرونې تاریخ : 2024/03/10

ایکنا- د پاکستان د مسلم لیګ ن څانګې او پيپلز ګوند په ګډون یو ائيتلافي حکومت جوړ شوی،چې البته د دوي یو مهم متحد مذهبی ګوند جمعیت علمای اسلام ف څانګه له دوي سره په حکومت کې نه دی شامل شوی او په اپوزیشن کې کیني.
د خبر لمبر: 3488836    خپرونې تاریخ : 2024/03/06