IQNA

په پاکستان کې دې په جمعةالوداع د یوم القدس لاریون په رسمي توګه اعلان شي

14:51 - April 02, 2024
د خبر لمبر: 3488983
ایکنا- د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په ولسی جرګې کې پارلیماني مشر انجنئيرحمید حسین پر حکومت غږ وکړ،د یوم القدس ولولناکې ورځې لمانځل او لاریون دې په رسمي توګه اعلان شي.

ایکنانیوز له اسلام اباده راپورراکړ، د پآکستان په ولسی جرګې کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ پارلیمني مشر انجنئير حمید حسین  د ولسی جرګې په روانې غونډې کې د یوه قرارداد په جمع کولو سره په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل، د فلسطین مظلوم ولس په تیره بیا دغزې بې څوکه خلک هره ورځ د مسلمانانو په نمایندګۍ د قدس په دفاع کې د خپلو سلګونو بچیانو جنازې اوچتوي، او اسلامی امت  نندارچي جوړ شوی دی.

حمید حسین پخپلې وینا کې پر حکومت غږ وکړ، داسلامی امت او د یوه مسلمان ملت په توګه پر درست پاکستانیانو  دا فرض ده چې د فلسطین دمظلوم ملت په حق کې آواز پورته کړي،هغوي سره مرستې وکړي  او د فلسطین دښځو او ماشومانو د قتل عام او نسل وژنې چې وحشي صهیونیسټي رژيم له تیرو کابو دوو سوو ورځو راهسې پیل کړی دي، مخه ونیسي . هغه په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې پر حکومت غږ وکړ،که مونږ نوره مرسته نه شو کولی نو لږترلږه دجمعةالوداع په ورځ  خو په رسمی توګه د فلسطینیانو په حق کې غږ پورته کولی شو ،نو په دې خاطر دې  حکومت په رسمي توګه په درست هیواد کې د یوم القدس  ولولناک لاریون په رسمي توګه اعلان کړي  چې دا هم د پاکستاني ملت  او هم د حکومت  او ټولو وجدان لرونکو خلکو فرض جوړیږي، څو په  روژې مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې لږترلږه  د فلسطینیانو په حق کې یوه چغه پورته کړي.

یاده دې  وي ،انجنئیر حمید حسین د کورمې ضلعې له حوزې د پاکستان  دمجلس وحدت مسلمین او تحریک انصاف ائيتلاف په نتیجې کې د پيپلز ګوند له پنځلسو کلونو  راهسې د یوې بې خوده استاذي ساجد حسین  طوري  په ډيرو وټونو سره ماته ورکړې  او  دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دلومړني استازي په توګه  ولسی جرګې ته رسیدلی دی.انجنئير حمید حسین په کالج او پوهنتون کې  د امامیه سټوډنیټ آرګنایزیشن پاکستان یو فعال غړی هم پاتې شوی دی.

captcha