IQNA

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړیو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

7:36 - February 26, 2023
د خبر لمبر: 3486955
د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) اعلان وکړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ ته لوړه شوه.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،ترکیې د دې میاشتې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د کورونو د بیارغونې کار پیل کړی، یوه حکومتي چارواکي وویل چې په ترکیه او سوریه کې په ګډه د مړیو شمیر له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر شوی.

د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) اعلان وکړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ ته لوړه شوه.

په سوریه کې د مړو شمېر ۵۹۱۴ ته رسېدلی، چې په دې سره په دواړو هېوادونو کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه پورته شو.

 داپه داسې حال کې دي چې د اټکلونو په اساس وئيل کیږي،په سورئې او ترکیې کې پر مرګ ژوبلو سربیره نور هم ډير زیات تاوانونه اوښتني دي او وئيل کیږي په ترکیې کې کابو پنځلس زره ودانۍ په بشپړډول په کنډوالو بدلې شوي دي او دغه راز په سورئې کې هم دحلب په ځينو سیمو کې په سلګونو ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي دي او په سورئې کې د اټکلونو په اساس تاوانونه له شپږمیلیارډډالرو اوښټي دي.همدارازد ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د نړۍ زیاترهیوادونو له خوا انساني مرستې هماغه راز دوام لري.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i128550

 

captcha