ایکنا د المیادین له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره،په تیره بیا په اروپائي هیوادونو کې دافراط پالو او دسیسه ګرو په لاس د قرآن ریم د بیا بیا سپکاویو او بې احترامیو سره د سخت چلند او مقابلې لپاره دډله ایزو اقداماتو غوښته وکړه او پر ملګروملتو ئې غږ وکړ چې ددغه شان دسیسه ګرو او زوړپالو چې دالهي دینونو د پيروکارو ترمینځ نفرت او کرکه خوروي ،مخه ونیسی،که نه نو نړۍ به سختو ترینګلتیاؤ سره مخ کړي.
په اعلامیې کې راغلي دي ،په هغې ناستې کې چې د غړو هیوادونو داستازو په شتون سره د دیني نفرت خورونکو اقداماتو په باب د بحث او اقداماتو لپاره ترسره شوي وه، د دیني نفرت او کرکې د منع کولو لپاره ئې د نړیوالو قوانینو داعمالولو پر ضرورت ټينګار وکړ.
دعربستان حکومتی ټیلیوژني چینل راپور ورکړی ، داسلامی ملګرتیاموسیسې په دغې اعلامیې کې د قرآن کریم او داسلام د ګران پیغمبر(ص) په شان کې د سپکو او کرغیړنو اقاماتو په ضد د ډله ایزپروګرام غوښته وکړه او ټينګار ئې وکړ،د اسلام د ګران پیغمبر او دقرآن کریم سپکاوي له اسلامه د ویرولو دپروسې برخه ده او دا یوه ستره دسیسه ده چې باید مخه ئې ونیول شي.
له دې مخکې دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په باکو کې د ناپيّلی غورځنګ د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو له غونډې سره په یووخت د اسلامی ملګرتیاموسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د شورا د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا وړاندیز مطرح کړی ؤ.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې غونډه د ترکیې،عربستان،ګامبیا ،پاکستان ،موریتانیا اوکامرون پشمول ددغې موسیسې د اجرائي کمیټې دغړو هیوادونو داستازو په شتون سره ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4151972