ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد له ایټمي وسلو څخه د استفادې لپاره د یوه وحشي صهیونیسټي چارواکي د ګواښ په محکومولو سره دغه ګواښ د نړۍ لپاره د هوښیارکیدا ټلۍ کړنګولې ده.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوې اعلامیې خپرولو س ره د صهیونیسټي کابینې د یوه وزیر ایټمي ګواښ وحشتناک او لیونتوب وباله او وې و ئيل، مونږ دغه څرګندونې په سخته محکوموو.
میرمن زهرابلوچ ووئيل، دصهیونیسټ رژيم ګواښ د نړیوالې ټولنې لپاره دویښتیا یوه خطرناکه ټلۍ حسابیږي او دغه شان اندیښمنونکي څرګندونې د فلسطنیانو د نسل وژنې لپاره د وحشي اسرائيلو د سپیر نیّت ښودنه کوي.
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې دغه راز ووئيل، پاکستان په سیمې کې د اسرائيلو دتیریو د پراختیا په بالقوه ګواښ اندیښمن دی او مونږ له نړیوالې ټولنې غوړو، چې دغه شان خبرې دې جدي وګڼي ځکه چې د درستې سیمې د سولې، امنیت اوثبات د خرابولو ظرفیّت په ځان پسې لري. هغې ټينګار وکړ د اسرائيلي نیواکګرو نیّت دفلسطنیانو له وژلو او دپه غزې کې د قومي نسل له پاکونې پرته بل هیڅ نه دی،نو ځکه دا د نړیوالې ټولنې لپاره د جدي خطرې یوه ټلۍ حسابیږي.
د وحشي صهیونیسټي رژيم یوه وزیر آمیخا الیهو تیره اونۍ دغزې د اوسیدونکو په شد له ایټم بمه د م استفادې خبره کړې او دغې سیمې ته ئې د هرډول بشری مرستو له واریدیدا سره مخالفت کړی ؤ.